دبيا يوځای کېدو کمېټې او دکابل دراستنېدونکو معلوماتو مرکز په کار پيل وکړ

anwari_morr
Sat, Feb 01 2020 8:52 AM
کمیته ادغام مجدد و مرکز معلوماتی برگشت کنندگان ولایت کابل آغاز به کار کرد

دکابل ولايت د بيا يوځای کېدو کمېټه او د راستنېدونکو معلوماتومرکز د کډوالو وزير، په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان رئيس، دکابل ولايت دوالي مرستيال او نورو ملي او نړيوالو بنسټونود مسؤلينو په شتون کې پرانيستل شوه او په کار يې پيل وکړ.

دغه مراسم چې د کابل د والي په دفتر کې ترسره شو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د بيا يوځای کېدو ولايتي کمټې په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې دغه کمېټې د واليانو او دڅو ملي او نړيوالو بسنټونو د غړو تر مشرۍ لاندې د اوسېدو د زمينې برابرولو، کارموندنې او د راستنېدونکو لپاره د تابعت په برخه کې فعاليتونه کوي.

هغه زياته کې چې په کابل ولايت کې حکومت شاوخوا ۲۰ زره راستنېدونکو ته د کورونو جوړول په پلان کې لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي فرمان په اساس په کابل او هرات ولايت کې د راستنېدونکو د نوم ليکنه پيل شوې، په کابل کې دالتفات نوی ښارګوټی کې دراستنېدونکو لپاره  ۱۵۰۰ نمرې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو دفتر ( هبيتات) په همکارۍ وېشلو ته چمتو ده..

د کابل ولايت دوالي مرستيال او د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) رئيس دې ته په اشارې سره وويل، د راستنېدونکو بيايوځای کېدل ډېرې همکارۍ ته اړتيا لري او خپله هر اړخيزه همکاري يې د راستنېدونکو په بيا يوځای کېدو کې د کډوالو چار وزارت سره يې اعلان کړه.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارووزارت د معلوماتو او  پلټڼې رئيس علي رضا موحدي د بيا يوځای کېد کمېټې په اړه معلومات ورکړل ويې ويل،چې دغې کمېټې دهېواد په ۲۸ ولايتونوکې فعاله او د کډوالو دمعلوماتود سستم سره وصل دي،چې د ۲۰۱۶ کال څخه تر اوسه ۶۰۰ په شاوخواکې راستنېدونکي ثبت شوي.

 

 

 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS