دبيا يوځای کېدو کمېټې او دکابل دراستنېدونکو معلوماتو مرکز په کار پيل وکړ

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۸:۵۲
کمیته ادغام مجدد و مرکز معلوماتی برگشت کنندگان ولایت کابل آغاز به کار کرد

دکابل ولايت د بيا يوځای کېدو کمېټه او د راستنېدونکو معلوماتومرکز د کډوالو وزير، په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان رئيس، دکابل ولايت دوالي مرستيال او نورو ملي او نړيوالو بنسټونود مسؤلينو په شتون کې پرانيستل شوه او په کار يې پيل وکړ.

دغه مراسم چې د کابل د والي په دفتر کې ترسره شو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د بيا يوځای کېدو ولايتي کمټې په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې دغه کمېټې د واليانو او دڅو ملي او نړيوالو بسنټونو د غړو تر مشرۍ لاندې د اوسېدو د زمينې برابرولو، کارموندنې او د راستنېدونکو لپاره د تابعت په برخه کې فعاليتونه کوي.

هغه زياته کې چې په کابل ولايت کې حکومت شاوخوا ۲۰ زره راستنېدونکو ته د کورونو جوړول په پلان کې لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي فرمان په اساس په کابل او هرات ولايت کې د راستنېدونکو د نوم ليکنه پيل شوې، په کابل کې دالتفات نوی ښارګوټی کې دراستنېدونکو لپاره  ۱۵۰۰ نمرې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو دفتر ( هبيتات) په همکارۍ وېشلو ته چمتو ده..

د کابل ولايت دوالي مرستيال او د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) رئيس دې ته په اشارې سره وويل، د راستنېدونکو بيايوځای کېدل ډېرې همکارۍ ته اړتيا لري او خپله هر اړخيزه همکاري يې د راستنېدونکو په بيا يوځای کېدو کې د کډوالو چار وزارت سره يې اعلان کړه.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارووزارت د معلوماتو او  پلټڼې رئيس علي رضا موحدي د بيا يوځای کېد کمېټې په اړه معلومات ورکړل ويې ويل،چې دغې کمېټې دهېواد په ۲۸ ولايتونوکې فعاله او د کډوالو دمعلوماتود سستم سره وصل دي،چې د ۲۰۱۶ کال څخه تر اوسه ۶۰۰ په شاوخواکې راستنېدونکي ثبت شوي.

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

کډوالو وزير د ملګرومتلونوادارې څخه غوښتنه وکړه چې افغان کډالو ته دې په سودګريزو هېوادونوکې ډېره پاملرنه وکړی


د کډالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې  او څلوېښت کلن  کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيواله  ناستې وروسته د سلواغې په ۲۸مه د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱:۲۳
Background image

د ولسشمرمرستيال او کډوالو وزير په پاکستان کې دمېشت افغان کډ‌والو له استازو سره ليدنه وکړه

د ولسمشر دوهم مرستيال استاد سرور دانش او د کډالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي چې  په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې  او څلوېښت کلن  کوربتوب اړه په اسلام آباد کې. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې  او څلوېښت کلن  کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيواله  ناسته وشوه

په پاکستان کې د کډوالو د ښې راتلونکې او څلوېښت کلن کوربتوب په اړه د سلواغې په ۲۸مه په اسلام آباد کې د کډوالو د ستونزو په اړه نړيواله ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د افغانستان په. . .

بېرته خبرونه ته