کډوالو وزير بېځايه شوي ماشومان ښوونځي ته د تګ لپاره ملاتړ ته اړتيا لري

sadam_morr
Sun, Jan 12 2020 3:24 PM
کډوالو وزير بېځايه شوي ماشومان ښوونځي ته د تګ لپاره ملاتړ ته اړتيا لري

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دبشرحقونو د وزيرې سره په ليدنه کې وويل،چې کډوالو وزارت مخکې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې سره يو هوکړه ليک لاسليک کړی و،چې پر اساس يې بېځايه شوي ماشومان کولای شي په ټولو ولايتونوکې پېژند پاڼې واخلي او په ښوونځي کې شامل شي،مګر داقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې ښوونځي ته لاړ شي چې ملاتړ ته اړتيا لري.

ټاکل شوې د بېځايه شوو دمديريت په اړه يو ناسته په سويس په ژنوښارکې يوه ناسته وشي، چې د بشرحقونو وزيره به هم په دغه ناسه کې ګډون وکړي،په همدې موخه نوموړې د مرغومي په ۲۱مه کډوالوچارو وزارت ته راغله او دکډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير سيد حسين عالمي بلخي سره يې د داخلي بېځايه شوو وضعيت په اړه خبرې وکړې.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي په دغه ناسته کې معلومات ورکړل،چې په ۲۰۱۹ کال کې ۷۳۶ تنه دجګړو او طبيعي پېښو له امله دخپلواصلي سيموڅخه بېځايه شوي چې دکډوالو چارو وزارت په مشرۍ يې هغو سره چې مرستو ته يې اړتيا لرله لاس رسی شوی. همدارنګه دغه وزارت په پام کې لري چې دبشري مرستو سربېره په روان ژمي کې ۹۵ زره بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وکړي.

هغه زياته کړه چې کډوالو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېدچې ددوو کلونو په اخرکې دحکومت له بوديجې څخه بېځايه شوو سره مرستې وکړي. په روان کال کې ۵۶۵ ميليونه افغانۍ هغه کورنيوسره چې په ژمي کې بېځايه شوې وې خپلو اصلي سيموته دتګ په موخه په نظر کې نيول شوې.

عالمي بلخي وويل، چې مرستندويه همکارې موسسې دبېځايه شوو خپلو اصلي سيموته دتګ لپاره ځانګړې بوديجه نه لري او د وزارت هيله داده چې موسسې په دې برخه کې همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Jun 14 2021 2:08 PM
Background image

Civil society organizations in Sweden called for return stop of Afghan migrants

In a virtual conversation with Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affair, a number of civil society and humanitarian organizations in Sweden called for finding a solution to. . .

Wed, Jun 09 2021 12:15 PM
Background image

Deputy Minister Kakar exchanged with Belgian Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, met with Belgian Ambassador Mr. Philippe Bronchain on 08 June 2021.

Both sides valued the partnerships between Afghanistan and. . .

Tue, Jun 08 2021 2:12 PM
Background image

Deputy Minister Kakar meets with IOM Country Director in Ankara

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, who visited the Republic of Turkey as the head of a governmental delegation, talked with leaders of international organizations and. . .

BACK TO NEWS