هرات ولايت د بېځايه شوو او راستنو شوو استازو خپلې ستونزې کډوالو چارو وزير سره شريکې کړې

sadam_morr
Sat, Oct 19 2019 11:42 AM
نمایندگان بیجاشده ها و برگشت کنندگان مقیم هرات مشکلات شان را با وزیر امور مهاجرین در میان گذاشت

د بېلابېلو ولايتونو د بېځايه شوو او راستنو شوو استازو، چې په سبز او جبرئيل ښارګوټو کې مېشت دي، کډوالو چارو وزير سره يې خپلې ستونزې شريکې او دهمکاريو غوښتنه يې وکړه.

د غور او بادغيس ولايتونو د بېځايه شوو استازو ، چې په سبز ښارګوټي کې مېشت دي دتلې په ۲۵مه وويل، يوشمېر کورنۍ غواړي چې خپلواصلي سيموته ستنې شي، چې بشري مرستو ته اړتيا لري.

هغه د دولت سره دموسسو نه همغږي يو د نه لاس رسۍ ستونزه ياده کړه ويې ويل، د نه همغږۍ په صورت کې يوشمېر کورنيو نه سروې شوې  اونه ورسره  مرستې شوي چې دکډوالو چارو وزارت پاملرنې ته اړتيا لري.

همدارنګه د بېځايه شوو او راستنو شوو د شورا استازو چې په جبرائيل ښارګوټي کې ژوند کوي د کډوالو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د پراختيايي پروژو په جذب، ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو په جوړولو او د نارينو او ښځينو د حرفوي او مسلکي زده کړو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي عالمي بلخي زياته کړه د بېځايه شوو او راستنو شوو خپلو اصلي سيمو ته په خپله خوښه او درناوي سره  ستنېدل  افغان حکومت خپل لومړيتوب ګرځولی دی. نوموړي کډوالو چارو رياست ته لارښوونه وکړه، هغه کورنۍ چې په خپله خوښه راستنيږي ورسره لازمې مرستې وکړي.

هغه زياته کړه چې د ژمنيو مرستو په موخه بېځايه شوو سره خبرې دوام لري، چې  تر اوسه د دولت او يوشمېر موسسو له لورې ۷۰ زره کورنيوسره ژمنې شوي او کډوالو چارو وزارت هڅې کوي ټولو ۹۵ زرو کورنيوسره مرستې ترسره کړي.

هغه وويل، بېځايه شوو او راستنو شوو په خوښه يې د دوامداره پراختيايي برنامو او نوې ځای په ځای کېدنې په موخه يې د موسسو سره خبرې کړي،چې دهغه په نتيجه کې اوسمهال پراختيايي برنامې د زياتوالي په حال کې دي او په راتلونکي کلونوکې زياتې پراختيايي برنامې په لاس کې لري، چې د جبرائيل ښارګوټي ته به زياته پاملرنه وکړي.

د هرات ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رئيس چې په ناسته کې يې شتون درلود وويل، چې د سبز ښارګوټي  کې به دوه روغتيايي کلينيکونه ډېر ژر فغاله شي چې  بېځايه شوي او راستانه شوي ترې ګټه پورته کړي. 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS