کډوالو چارو وزير د اسلام قلعه په پوله د خلکو د تګ راتګ له پروسې څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
Sat, Oct 19 2019 9:05 AM
وزیر امور مهاجرین از روند ورود و خروج شهروندان کشور در مرز اسلام قلعه دیدار کرد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي  بلخي د تلې په ۲۵مه هرات ولايت ته په خپل سفر کې دهغه ولايت اسلام قلعه ته تللی و او دکربلا د زيارت کوونکود راستنېدو او وتلو له بهير څخه ليدنه وکړه.

هغه مسافرينو ته، چې  په اوږو کتارونو کې ايران او عراق ته دپاسپورتونو په تمه ولاړ دي  خبرې وکړې او دهغوی ستونزې يې واورېدې، همدارنګه هغه د سرحدي برخې د وتلو او پاسپورتونو دکتنځي څخه هم ليدنه وکړه او د سرحدي چارواکو څخه يې وغوښتل چې د زيارت کوونکو د وتلو پروسه ګړندۍ کړي. .

د اسلام قلعه سرحدي چارواکو دکډوالو  او راستنېدونکو چارو وزير ته ډاډ ورکړ، چې تر دې دمه زيارت کوونکي پاي ته رسېدلي او اجازه نه ورکوي مسافرين دشپې په پولو کې پاتې شي.

همدارنګه ښاغلي بلخي  د راستنېدونکو دثبت او راجسټرېشن مرکز څخه هم ليدنه وکړه اوهېواد ته د کډوالو د راستنېدنې  د پروسې  او ددوی د ثبت په مرکز کې دهغوی د راجسټرېشن څخه څارنه وکړه.

 

Latest news

BACK TO NEWS