کډوالو چارو وزير د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو په لا ګټورتوب ټينګار وکړ
د کډوالو او رذاستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) د رادا پروژې له مسولې آغلې کرستينا همسترا سره په ناسته کې په دغه پروژه کې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو په لا ګټورتوب ټينګار وکړ
نوموړي زياته کړه، چې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو کټورتوب ددې لامل کېږي، په کور دننه د هغوی د ښې ځای پر ځای کېدنې زمينه برابره او راستنېدونکي بيا کډوالۍ ته مخه نه کړي.
رادا د اروپا يي ټولنې په ملاتړ هغه پروګرام دی، چې پر بنسټ يې راستنېدونکو ته د کار زمينه برابرېږي، دغه پروګرام د کډوالو چارو وزارت رهبري کوي او د کډوالۍ نړيوال سازمان يې پلی کوي.
د کډوالو چارو وزير راستنېدونکو لپاره ددې پرو ګرام د ګټورتوب په موخه د کډوالۍ له نړيوال سازمان څځه غوښتل، چې د تدارکاتو په برخه کې له کډوالو چارو وززارت سره خپله همغږي زياته او اداري لګښتونو ته پاملرنه وکړي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان رادا پروژې مسولې ژمنه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ به د رادا پروژې په پلي کولو کې لازياتې هڅې وکړي.