د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

anwari_morr
Tue, Jun 30 2026 10:33 AM
ـ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP) له استازو سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې اغلې ونسا ميټر بولي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په استازولۍ او ښاغلي ډاګټر ډویل موکرجي د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو سازمان په استازولۍ ګډون کړی و.
ښاغلي بنوري هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ څرګنده کړه، چې د راستنېدنې له زیاتوالي سره سم د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو په همکارۍ توانېدلی، چې دغه لړۍ سمه مدیریت کړي.
ښاغلي بنوري د کډوالو اړتیاوو ته په اشارې له یادې کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو سازمان له استازو وغوښتل، چې په اوسنیو شرایطو کې له یاد وزارت سره همکارۍ پراخې کړي، د کډوالو ستونزو ته سمه رسېدنه وکړي او د لا ډېرو هوکړه لیکونو لاسلیکولو او ډېرو بشري مرستو له لارې د بیا مېشتېدنې له لړۍ او راستنو شویو څخه ملاتړ وکړي.
د ناستې پر دوام د دواړو نړۍوالو بنسټونو استازو له افغان ولس څخه په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له کلونو راهیسې د افغان دولت په همکارۍ راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي او ډاډ یې څرګند کړ، چې له یاد وزارت سره به په همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

Latest news

BACK TO NEWS