د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي د چارو په اړه خبرې وشوې او د سیمې د اوسېدونکو وړاندیزونه شریک شول. په پیل کې راغلیو مشرانو کونړ ته د راستنو شویو او کډوالو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل، چې ګڼې کورنۍ دایمي سرپناه ته اړتیا لري. هغوی زیاته کړه، چې اسلامي امارت د پشد په سیمه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي رغولو پلان لري او وړاندیز یې وکړ، چې د سیمې کډوالو ته دې پکې د استوګنې ځمکې ورکړل شي. همدارنګه دغو مشران له محترم وزیر سره د ولس وړاندیزونه شریک کړل. محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو مشرانو او قومي مخورو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې راستنېدونکو ته په مناسبو سیمو کې ښارګوټي په نظر کې نیول شوي او هڅه کېږي، چې د اړمنو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي. د نوموړي پر وینا، چې اسلامي امارت پر راستنېدونکو سربېره داخلي بېځایه شویو ته هم اړینې مرستې لېږلې دي او د لا ډېرو مرستو د رسولو هڅې کېږي. ښاغلي وزیر د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د اوسېدونکو وړاندیزونه د غور وړ وبلل او ویې ویل، چې په اړه به یې له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي او د حل لارې چارې به یې ولټوي.
