د پاکستان له زندانونو لسګونه تنه افغان مهاجرین ازاد شول
د وري میاشتې په ٢۷ مه نیټه ۵۰ افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
په کابل ښار کې له ۳ زره څخه زیاتو کسانو سره مرسته وشوه
د وري میاشتې په ۲۷ مه نیټه د کابل ښار په اوومه، نهمه، دولسمه، ناحیو کې له ۳ زره او ۵۶ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
په عمري میشت غالي کې د پاکو اوبو د جوړولو یوه لویه شبکه جوړیږي
د وري میاشتې په ۲۵ مه نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن د تورخم په عمري میشت غالي کې د یونیسف له مسوولینو سره وکتل.