په سرپل ولایت کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه
د چنګاښ میاشتې په 11 مه نیټه په سرپل ولایت کې د ګاونډیو هیوادونو څخه راستنو شویو 68 کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې پخوا د کډوالو امریت له لوري په دغه ولایت کې اړمنې پېژندل شوې وې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته ۲ قلمه خوراکي توکي ورکړل شوه.