په میدان وردګو ولایت کې نیږدې ٥٠ کورنیو سره مرسته وشوه.

anwari_morr
-
د میدان وردګو ولایت د چک او نرخ ولسوالیو، هغو ۴۸ متضررو کورنیو ته، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۱۲مه نېټه نغدي مرستې وویشل شوې.
یادې کورنۍ تر دې وړاندې د مهاجرینو چارو آمریت لخوا پېژندل شوې وې، چې د وزارت همکار بنسټ له خوا هرې کورنۍ ۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ مرسته ترلاسه کړه.