سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت اطلاعاتو کلتور ریيس سره ولیدل
![_](/sites/default/files/2024-05/sadam.jpg)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتو رییس قاري ساجد او د شیرزادو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د ناستې ګډونوالو او قومي مشرانو د یادې ولسوالۍ ستونزې او مشکلات له سرپرست وزیر ښاغلي حقاني سره شریکې او د حل په موخه یې تري د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرپرست وزیر دیادې ولسوالۍ مشرانو ته د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او هواري په موخه د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.