کډوالو وزير بېځايه شوي ماشومان ښوونځي ته د تګ لپاره ملاتړ ته اړتيا لري

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۵:۲۴
کډوالو وزير بېځايه شوي ماشومان ښوونځي ته د تګ لپاره ملاتړ ته اړتيا لري

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دبشرحقونو د وزيرې سره په ليدنه کې وويل،چې کډوالو وزارت مخکې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې سره يو هوکړه ليک لاسليک کړی و،چې پر اساس يې بېځايه شوي ماشومان کولای شي په ټولو ولايتونوکې پېژند پاڼې واخلي او په ښوونځي کې شامل شي،مګر داقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې ښوونځي ته لاړ شي چې ملاتړ ته اړتيا لري.

ټاکل شوې د بېځايه شوو دمديريت په اړه يو ناسته په سويس په ژنوښارکې يوه ناسته وشي، چې د بشرحقونو وزيره به هم په دغه ناسه کې ګډون وکړي،په همدې موخه نوموړې د مرغومي په ۲۱مه کډوالوچارو وزارت ته راغله او دکډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير سيد حسين عالمي بلخي سره يې د داخلي بېځايه شوو وضعيت په اړه خبرې وکړې.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي په دغه ناسته کې معلومات ورکړل،چې په ۲۰۱۹ کال کې ۷۳۶ تنه دجګړو او طبيعي پېښو له امله دخپلواصلي سيموڅخه بېځايه شوي چې دکډوالو چارو وزارت په مشرۍ يې هغو سره چې مرستو ته يې اړتيا لرله لاس رسی شوی. همدارنګه دغه وزارت په پام کې لري چې دبشري مرستو سربېره په روان ژمي کې ۹۵ زره بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وکړي.

هغه زياته کړه چې کډوالو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېدچې ددوو کلونو په اخرکې دحکومت له بوديجې څخه بېځايه شوو سره مرستې وکړي. په روان کال کې ۵۶۵ ميليونه افغانۍ هغه کورنيوسره چې په ژمي کې بېځايه شوې وې خپلو اصلي سيموته دتګ په موخه په نظر کې نيول شوې.

عالمي بلخي وويل، چې مرستندويه همکارې موسسې دبېځايه شوو خپلو اصلي سيموته دتګ لپاره ځانګړې بوديجه نه لري او د وزارت هيله داده چې موسسې په دې برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۴۶
Background image

د(AWRAD)موسسې سره بېځایه شوو او راستنېدونکوته دلاسرسي په برخه کې نږدې ٧٠٠یورو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک دچنګاښ په لومړۍ نېټه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پروګرامو نو دپلي کېدو مرستیال شېرعلم امله وال او اوارد موسسې درییس محمد نعیم نذیری ترمنځ لاسلیک شو.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۲۱:۳۲
Background image

کډوالو وزیر که د تېرو دوه لسیزو پرمختګ ونه ساتل شي او د خلکو ملاتړ ونه شي ، نو یو لوی شمیر اتباع به له هېواد څخه ووځي

دکډوالو او راستنېدونکوو چارو وزیر نورالرحمن اخلاقي د افغانستان لپاره د اصلي مدافع ډلې لومړي مجازی ماموریت غونډې ته په خپله وینا کې ، خبرداری ورکړ چې نړیواله ټولنه باید د خلکو ملاتړ وکړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۹:۵۵
Background image

جمهوررئیس غني: کډوال او ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډياسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کډوالو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

د دغو مراسمو په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو. . .

بېرته خبرونه ته