کندهار، د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال د لنډمهاله کمپونو څخه لیدنه وکړه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال او د لنډمهاله میشتېدنې کمېټې مشر مولوي عبدالرحمان راشد کندهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال ددغه ولایت سپین بولدک او تخته پل ولسوالیو کې د لنډمهاله میشت غالو، راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د جوړو شویو انتظار خونو، تشنابونو او نورو اسانتیاوو له ودانیزو چارو او د اړوندو کمېټو له کارونو څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په سپین بولدک کې د مهاجرینو چارو آمریت له کارکوونکو سره هم ولیدل، ددوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ