د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او IRARA موسسې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۹:۵۲
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او IRARA موسسې يکشنبه د غوايي په ۱۲مه د همکاريو هوکړه ليک د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ او د يادې موسسې رئيس عبدالقادر عمري ترمنځ د پناه غوښتونکو د مرستيال په دفتر کې لاسليک شو.

د دغه هوکړه ليک پر اساس به IRARA موسسه راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د مرستو د وېش برنامې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ پلي او ترسره کوي او په ګډه به د پروژو څخه څارنه او ارزونه کوي.

همدارنګه ددې هوکړه لیک له مخې ايرار موسسه اړ ده چې د خپلو پرمختګوراپور د برنامې ترپايه پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپاري.

ښاغلي عمري د پناه غوښتونکو مرستيال سره ژمنه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت سره به په همغږۍ په دوامداره توګه خپل فعاليتونه کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپاري.

ياده موسسه اوسمهال د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر او ۳۴ نور ولایتونو کې راستنېدونکو سره د مرستو په برخه کې کار کوي.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته