د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د دارالقرار کډوالو ښارګوټي د جوړښت پروژې په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي راشد د یادې ادارې له مرستو د مننې تر څنګ راستنو شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو د دوام هیله څرګنده کړه، پر سرپناه جوړولو یې ټينګار وکړ او په دغې برخې کې یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. 

ښاغلي بها‌‌ء علي النجومي په دارالقرار ښارګوټي کې له ۱۲۰ کورونو څخه د سلو کورونو د چارو بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې ژر به مستحقو کسانو ته ووېشل شي.

هغه په افغانستان کې د کډوالو اړتیاوو پوره کولو لپاره د دوو اړخیزو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او په دغې برخه کې یې د یاد وزارت همکارۍ اړینې ووبللې.

دغه لیدنه د کډوالو د ژوند ښه‌والي په برخه کې د ګډو هڅو او د مختلفو هېوادونو ترمنځ د انساني همکاریو د زیاتوالي څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

بېرته خبرونه ته