د راستنیدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د هر اړخیز پلان ناسته وشوه.

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۲/۱۱ - ۲۰:۱۹
-

د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د هر اړخیز پلان لپاره مشورتي ناسته د اقتصاد، مالیې، کرنې او ښار جوړونې وزارتونو د استازو په شتون کې د مهاجرینو وزارت په مسلکي معینیت کې وشوه.

د وزارت د مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل، چې له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ یې پر یوه منظم پلان کار کړی، چې په راتلونکي کال کې د یوه منظم پلان له مخې د راستنېدونکو او کورنیو ستونزو ته په ښه توګه رسیدنه وشي.

د يادو ادارو استازو هم خبرې وکړې او په ګډه يې د پلان پر نهايي کولو ټينګار څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کفیل د لوګر ولایت د مهاجرینو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د ځینو رئیسانو په ملتیا د لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه. . .

بېرته خبرونه ته