دشمالي ولايتونو د داخلي بېځايه شوو ستونزې د څېړنې لاندې ونيول شوې
![مشکلات بیجاشده های داخلی ولایات شمال به بررسی گرفته شد](/sites/default/files/2019-09/70909907_2474880279409533_5733168688845029376_n.jpg)
په هغه ناسته کې چې دتېرې پنجشنبې په ورځ دوږي په ۲۱مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، پکې د کندز، فاریاب، تخار، بدخشان او بغلان ولايتونو داخلي بېځايه شوو ستونزې تر څېړنې لاندې ونيول شوې.
دغه ناسته چې دکډوالو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار او ADA ، ORD او ACTED موسسو استازو په شتون کې ترسره شوه، پکې د بېځايه شوو دستونزو، د ځواب ويلو له ولايتي کمېټې له شکايت، د سروې د محدود والي، دکاري ټيمونو دهمغږۍ برابروالي، دهمکارو موسسو د امکاناتو بياکتنه او دمرستو د ډول په اړه خبرې اترې وشوې.
مهر خدا صبار د سروې چټکوالي او پروخت ځواب ويلو ټينګار وکړ ويې ويل، همکارې موسسې دې په يادو ولايتونوکې خپلو امکاناتو ته بياليدنه ترسره کړي او دموادو دکمښت په صورت کې دې د ملاتړ کوونکو ادارو له مرکزي دفترونو څخه دې غوښتنه وکړي، چې دکډوالو چارو وزارت په دغه برخه کې همکارۍ ته تياردی.
د اکتېد موسسې استازي وويل، چې دامهال د ۴۰۰۰ کورنيولپاره سرچيني شتون لري او په يادو ولايتونوکې د بېځايه شوو زياتوالي ته په کتو سره به د بشری مرستو دجلب په موخه له اکبر موسسې سره هم خبرې وکړي.
همدارنګه د ORD موسسې استازي وويل، چې دبشري مرستو د جلب په موخه به په کندز، فارياب او بدخشان ولايتونوکې ددې موسسې ذخيرې زياتې اود مزارې شريف کې د ملګروملتونو دکډوالو ادارې UNHCRڅخه يې دمرستې غوښتنه کړې او د ADA موسسې استازي د ۲۳۱ کورنيو لپاره دنغدي مرستې ډاډ ورکړ.
يادو موسسو استازو په ولايتونوکې د بېځايه شوو دوضعيت دښه والي په موخه د لازياتې همکارۍ اعلان وکړ.