د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او تاله او برفک ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او علماوو سره وکتل.

sadam_morr
Mon, Feb 03 2025 9:57 AM
_

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مجاهدینو او علمای کرامو د هېواد د رغونې او ابادۍ په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې په لرې پرتو سیمو کې د امنیت په راتګ سره د رغونې چارو ته ښه زمینه چمتو شوې ده او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو په موخه یې د رغنېزو پروژو د پیل وړاندېز وکړ.
 دغو مجاهدنیو او علماو له اسلامي امارت څخه د تاله-برفک د سړک د بیارغونې غوښتنه وکړه او په وینا یې چې د یادې لارې په رغولو سره به د ګڼو سیمو د راتګ راتګ په برخه کې ستونزې هوارې شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او د جهاد پر مهال یې د هغوی د قربانیو او هلوځلو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د ولس د غوښتنو اورېدل د اسلامي امارت مسوولیت دی او هڅې کیږي چې د خلکو وړاندېزونو ته پر وخت رسیدنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام ډېر تمرکز پر رغونه دی او د ولس ټولو غوښتنو ته به پام وشي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS