د داخلي بېځایه شویو د شمېرو د یوکېدا لومړنۍ ناسته وشوه

sadam_morr
Thu, Jun 27 2024 10:12 AM
-

د مهاجرینو چارو وزارت ځینو مرکزي رییسانو او د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د استازو ترمنځ د داخلي بېځایه شویو د شمېرو د یوکېدا لومړنۍ تخنیکي ناسته وشوه.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي د مهاجرینو او بېځایه شویو په برخه کې د دواړو سازمانونو هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، چې په ګډه به د بېځایه شویو د کره شمېرو په څرګندولو او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې هلې ځلې کوو.
د پورته دواړو سازمانونو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له همغږۍ او همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د بېځایه شویو دقیق او جوت شمېر به د بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ګټور تمام شي.
دغه راز د وزارت مرکزي رییسانو هم د بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د شمېرو پر کره او دقیق څرګنداوي ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS