دمهاجرینو وزارت او افغان ټولنیزې خیریه موسسې ترمينځ دهمکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو اواړمنو کورنیوته دبشري مرستو رسولوپه برخه کې دافغان ټولنیزې خیریه موسسې(QAWS) سره د (٢٤) زره امریکايي ډالرو په ارزښت دهمکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک چهارشنبه دمرغومي په (١٥) دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو اود وزارت دهوکړه لیکونو دکمېټې رییس مولوي سردار شېرزاد اویادې موسسې داستازي عبدالجبار بهیر ترمينځ لاسلیک شو.
دلاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه په هلمند اوبغلان کې (٢٠٠) داخلي بېځايه شوو اواړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وېشي.
دداخلي بېځايه شوو رییس ددغه وزارت دفعالیتونو دپراخېدو وروسته لاسلیک شوی هوکړه لیک مهم وباله.نوموړي اړمنو اومستحقو کورنیو سره دبشري مرستوپه برخه کې دیادې موسسې څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دواړه ادارو د اړېکو پر پراخېدو او دهمکاریو پر دوام ټينګار وکړه.