کډوالو وزارت چارواکو او د افغانستان د کرنې د پراختيا وجهي صندق د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو لپاره د دندو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
Sun, Apr 11 2021 3:39 PM
_________

د افغانستان دکرنې د پراختيا وجهي صندوق رئيس ايمل ارمان د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېرعلم امله وال سره وليدل  او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شووخلکو لپاره د دندو رامنځته کولو په اړه يې خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې  ايمل ارمان ښاغلي امله وال ته دنوې دندې مبارکۍ ويل وروسته دې ادارې ته د اسلامي پور ورکولو له لارې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د دندو پيداکولو په اړه خپل پلانونه تشريح کړ او خپله همکاري يې اعلان کړه.

په ورته وخت کې د پالېسۍ او پروګرامونو معين د ذکرشوې ادارې دهمکاريو نه مننه وکړه ويې ويل: د وړانديز شوي پلان له ارزونې او دوزارت له تخنيکي څانګو سره له کتنې وروسته به د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د دندو رامنځته کولو په برخه کې ددې پلان د پلي کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي،چې د ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو سره په همغږۍ داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته دکار او کارموندنې زمينه  برابره کړي. دا د ژنوا په ناسته کې دافغان حکومت له ژمنو څخه يوه ده.

 

Latest news

BACK TO NEWS