په کابل کې د فنلنډ سفير د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير سره وليدل

anwari_morr
Thu, Oct 01 2020 8:49 AM
45

 

په کابل کې د فنلنډ سفير د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير نور رحمن اخلاقي سره وليدل او د کډوالۍ په برخه کې په ګډ هوکړه ليک يې  خبرې وکړې.

 

د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير په دغه ليدنه کې  په فنلنډ کې د افغان کډوالو د اوسېدو او کوربتوب له امله مننه وکړه ويې ويل، د ګډې اعلاميې لاندې د کډوالو په اړه زموږ ژمنې دومداره دي او اوس چې وخت  پای ته رسېدلی، موږ اړتيا لرو د هغو په نوي کولو کار وکړو.هغه همدارنګه ددغه هېواد نه  د راستنېدونکو د دوامداره يوځای کېدو په برخه کې د همکاريو غوښتونکو شو.

په دغه ناسته کې چې په وزارت کې ترسره شوه پرېکړه وشوه، چې د پلي کولو په اړه تخينکي کار پيل او د کډوالو دمديريت په برخه کې د افغانستان او فنلنډ ګډه اعلاميه څنګه وغزول شي.

 

په ورته وخت کې د فنلنډ سفير د ګډوالو د ګډ مديريت په برخه کې د همکاريو د دوام خبر ورکړ او د افغان کډوالو دوضعيت او دسولې په اړه يې د دغه وزارت د نظر غوښتنه وکړه.

 ښاغلي اخلاقي يادونه وکړه چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پنځه کلن ستراتېژيک پلان په لاره اچول شوی او دسولې د واقعيت پورې اړوند اړين نرمښت پکې په پام کې نيول شوی دی.

Latest news

BACK TO NEWS