له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې ۲۳۱ زره ۵۶۸ کورنیو او یو زر او ۵۰۰ تنو ته د خوراکي توکو، نغدي مرستو او ۴ څاهګانو کیندلو په برخو کې مصرف شي.
د ورته هوکړهلیکونو لاسلیکول د راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت پیاوړې اراده څرګندوي.
