د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

anwari_morr
Mon, Oct 12 2026 11:10 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته د مرستو رسولو، بیا مېشتېدنې او دایمي حل‌لارو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي نیکولا بیلومو د اسلامي امارت لخوا د میلیونونو راستنو شویو افغانانو د لړۍ د ښه مدیریت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اتو میلیونو په شاوخوا کې د راستنو شویو راتګ د ستونزمن او پېچلي حالت سبب کېدای شي؛ خو له نیکه‌مرغه اسلامي امارت پر دغې پروسې برلاسی دی.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې اروپايي ټولنه به له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او یادونه یې وکړه، چې اروپایي ټولنه راستنو شویو ته د اغېزمن کار او د ستونزو حل په برخه کې همکارۍ او مرستو ته چمتو ده.

هغه د خبرو پر دوام د راستنو شویو او افغان کډوالو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

ښاغلي وزیر د اروپایي ټولنې استازي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له اړمنو کورنیو سره یې د نړۍوالو بنسټونو له مرستو مننه وکړه.

نوموړي نیکولا بیلومو ته د دندې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د حضور ملاتړ کوي.

د هغه پر وینا، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د ستونزو پر دایمي حل تمرکز لري او تر دې دمه راستنو شویو ته د استوګنې ۸۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي او دغه لړۍ له اړتیا سره سمه د پراختیا په حال کې ده.

محترم وزیر د کډوالو ښارګوټو د رغولو په برخه کې د اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه، چې ښځینه او بې سرپرستو راستنو شویو ته د اسلامي امارت لخوا ځانګړې توجه کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS