د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Sat, Mar 28 2026 11:47 AM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کمک های انساني او بشر دوستانه برای اقدام پایدار در افغانستان موسسو سره د ۳۱۸ زره او  ۶۴۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
یادې موسسې به دغه پیسې په تورخم فرضي کرښه کې د خدمتونو وړاندې کولو او په هرات او ننګرهار کې ۸۴۰ زره او ۲۳۰ تنو راستنو شویو او بېځایه شویو ته د زده کړو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مصرفوي.
اسلامي امارت په هېواد کې له نړۍوالو همکارو بنستونو سره په همکارۍ او همغږۍ د راستنو شویو او بېځایه شویو چوپړ ته تل ژمن دی.

Latest news

BACK TO NEWS