د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د یوه الماني شرکت له استازو سره وليدل

anwari_morr
Wed, Feb 18 2026 9:45 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي مولوي سید احمد بنوري، په خپل کاري دفتر کې د یوه الماني شرکت له استازو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او الماني شرکت تر منځ د همکاریو پر پراختیا، د کډوالو اړوند موضوعاتو او د احتمالي ګډو پروګرامونو په اړه خبرې وشي.
ښاغلي بنوري له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو په ستونزو او د هغوی په لومړنیو اړتیاوو خبرې وکړې او د یاد شرکت استازو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا ناسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او نړۍوالو شریکانو تر منځ د لا زیاتو همغږیو او عملي مرستو د پیل په موخه تر سره شوه.

Latest news

BACK TO NEWS