کډوالو وزارت کې د همکارۍ شپږ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Sun, Oct 19 2025 3:17 PM
ـ

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې له بازسازۍ، اجتماعي و تعلیمي زنان افغانستان، هیات ناروې برای مهاجرین، ان سي آی، انکشافي و اجتماعي رازي، بشردوستانه برای مردم افغانستان و مراقبت اضطراري بشري موسسو سره د یو میلیون 48 زره ۲۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یادو هوکړه لیکونو له مخې، به دغه پیسې په کابل، ننګرهار، کونړ، دایکندي، بامیان، پکتیا، کندهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندوز او نیمروز ولایتونو کې د دایمي سرپناوو، د ودانیزو بستو وېش، نغدو پیسو، د خوراکي توکو، تغذیه کوونکو موادو، د سرپناوو په جوړولو، زده کړو او روغتیايي بستو د وېش په برخو کې په لګښت رسېږي، چې په پلي کېدو سره به یې ۶ زره ۹۴۷ بې ځایه شوې، راستنې شوې او کوربه کورنۍ، ۸۸ زره ۲۳۷ کسان برخمن شي.

Latest news

BACK TO NEWS