کډوالو چارو وزارت د دفتر رييس: تغیر او تبديل په اداره کې يو اصل دی

sadam_morr
Wed, Aug 06 2025 2:59 PM
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رييس مولوي سعيد احمد بنوري د ياد وزارت د حاضرۍ نوي عمومي مدير احسان الله رحيمي په پېژند غونډه کې وويل: تغیر او تبديل د ادارې د پرمختګ لپاره يو بنسټيز اصل دی.
 نوموړي د پخواني عمومي مدير د کړنو ستاينه وکړه او زياته يې کړه: د ورځنيو چارو په اجرا کې د لا زياتې روڼتيا او اغېزمنتوب لپاره بدلون اړين دی.
د کارکوونکو چارو رييس عرفان الله عباد په دې غونډه کې د نوي عمومي مدير د برياليتوب هيله وکړه. همدا راز ښاغلي رحيمي ژمنه وکړه، چې د کار په ښه والي، روڼتيا او د نورو برخو سره په همغږۍ او بشپړ صداقت سره به خپله دنده ترسره کوي. دا بدلون د وزارت د چارو د لا اغېزمنتوب او روڼتيا په موخه تر سره شوی دی.
 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS