د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

sadam_morr
Sun, Aug 03 2025 3:47 PM
-
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل شول
دوی د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمن فاني له لورې معرفي شول
مسلکي مرستیال مولوي راشد د معرفت غونډې ته په وینا کې وویل، د اسلامي امارت د کامیابۍ راز اطاعت دی، او دنده امتیاز نه، بلکې یو مسؤلیت دی. هغه د پخوانیو رئیسـانو د هڅو ستاینه وکړه او نویو رئیسـانو ته یې په چارو کې د بریا دعا وکړه
ورپسې مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمن فاني د ریاست الوزراء د دفتر له لورې صادر شوی حکم ولوست. نوموړي په خپلو خبرو کې په اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل، موقفونه میراثي نه دي، بلکې د ولس خدمت لپاره دي، نوموړي زیاته کړه، چې د ظرفیت لوړولو او خدماتو معیاري کولو لپاره تغیر او تبدیل یو مهم اصل دی.
په پای کې، دواړه نوي رئیسـان خپلو اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

Latest news

BACK TO NEWS