د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره وکتل.

anwari_morr
Wed, Jul 09 2025 9:02 AM
-
آغلې ميهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې د مالي سرچینو د کمښت سربـــېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
نوموړې وویل، چې د کډوالو نړیوال سازمان تر رهبرۍ لاندې ادارې او موسسې په هرات او نیمرزو ولایتونو کې کار کوي او که اړتیا شي، نورو سیمو ته به هم خپل فعالیت وغځوي.
اغلې پارک په اسلام قلعه او نیمروز کې د کډوالو نړیوال سازمان د فعالیت لپاره د ځمکې وړاندېز وکړ او همدارنګه د کډوالو د ثبت اړوند طرحه او نظرونه یې له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان مشرې او کارکوونکو ته ښه راغلاست وویل او له کډوالو سره د یاد سازمان له مرستو یې مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت له خپلو امکاناتو راستنېدونکو افغانانو ته خدمات پیل کړي او د هرات سربېره نیمروز ته صحي او نور خدمات رسیدلي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د کډوالو چارو د وزارت ټيمونه په پولو کې په کار لګیا دي او د خدماتو لپاره د نړیوالو لاډېرو مرستو ته اړتیا ده.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندېزونو د غور کولو یادونه وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS