د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نیکمرغه لوی اختر په درېیمه د اسلامي امارت د یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو سربــېره له ګڼ شمېر علماوو او عامو هېوادوالو سره وکتل.

anwari_morr
Tue, Jun 10 2025 8:16 AM
-
 
د لیدنو په لړ کې راغلو علمای کرامو، قومي مخورو، مجاهدینو او عامو هېوادوالو په بشپړه امنه فضأ کې د لوی اختر پر نمانځلو خوښي څرګنده کړه او له څو لسیزو وروسته، د اسلامي امارت په واکمنۍ اوسنی امن یې د افغان ولس لویه لاسته رواړنه وبلله.
په دغو ناستو کې حاضرو علمای کرامو او مخورو د ولس او اسلامي امارت د مشرانو تر منځ د لاډېرو لیدنو یادونه وکړه او همدارنګه هغوی د ځینو مسائلو په هکله خپلې سلا مشورې له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو چارواکو، علمای کرامو، قومي مخورو او حاضرینو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او له اسلامي نظام سره یې د ولس همکارۍ خورا ګټورې وبللې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان رغولو ته ژمن دی او له هرې ممکنې لارې د ولس د ستونزو حل او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کېدو هڅې کوي.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې هېوادوال کولای شي په جرات خپل وړاندېزونه او غوښتنې له حکومت سره شریکې کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS