د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ له څو تنو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

sadam_morr
Thu, Apr 24 2025 8:43 AM
_
راغلو ډلګۍ مشرانو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ولس او هېواد ته خدمت له ویاړه ډک وباله او په وینا یې چې د اسلامي امارت مجاهدین د خلکو د هوسا ژوند لپاره شپه او ورځ زیار باسي.
هغوی په لرې پرتو سیمو کې د اسلامي امارت لخوا د پراختیايي پروژو پر پیل خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې د حکومت د هڅو په پایله کې د خروار د ولسونو یو شمېر وړاندېزونه منظور شوی او تمه ده چې ژر پلي شي.
دغو ډلګۍ مشرانو، د ولس د یو شمېر غوښتنو د شریکولو پر مهال د لوګر په خروار کې کډوالو ته د ښارګوټي وړاندېز له محترم وزیر سره شریک کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مجاهدینو ته ښه راغلاست وویل او د جهاد په اوږدو کې یې د هغوی د قربانیو او تکلیفونو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، په هره کچه چې اړتیا وي اسلامي امارت د ولس غوښتنو او وړاندېزونو ته متوجه دی او د حل په موخه یې پر وخت اقدام شوی دی.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو حالت له نږدې څاري او له ځنډ پرته د هغو ستونزو ته رسیدنه شوې ده.
د نوموړي په وینا چې اسلامي امارت د مهاجرینو د ښارګوټو چارې چټکې کړې دي او په یو شمېر ولایتونو کې د ځمکو ویش تر کار لاندی دی.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې د کډوالو د ښارګوټي په هکله به د خروار د ولس وړاندېز له اړوندې ادارې سره شریک شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS