د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغان کډوالو د نوې جوپـــــــــې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
Mon, Apr 07 2025 10:13 AM
_

په دې ناسته کې چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معین سربــــېره څو تنو رئیسانو هم برخه لرله، په كور دننه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړیوالو او حکومتي بنسټونو او ادارو سره پر همغږۍ خبرې او پریکړې وشوې.

په ناسته کې د محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د کډوالو د نوې جوپې لپاره چمتو شوی پلان وارزول شو او د نیمګړتیاوو حل په موخه مسوولینو ته د لازمو سپارښتنو تر څنګ د پلان په اغېزمن ډول د پلي کېدو یادونه وشوه.

محترم وزیر وویل، چې د کډوالو د ثبت پروسې کړندي کولو په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان پولو ته ولیږل شي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې دې مسلکي او وړ کسان د کډوالو د ښه خدمت او مدیریت په موخه وګمارل شي.
د ناستې پر دوام یادونه وشوه چې د اسلامي امارت د زعیم له فرمان سره سم دې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب کړل شي او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمیټو سره ناستې دوامداره وشي.

د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی دې تورخم پولې ته ولیږل شي، څو د کډوالو اړتیاوې وارزوي او د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

 دغه راز په پای کې یادونه وشوه چې له نړیوالو اړوندو بنسټونو سره به د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې او د مرستو کچې لوړلو لپاره ناستې وشي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS