د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د هلمند له مرستیال والي سره وکتل

sadam_morr
Fri, Nov 29 2024 8:50 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د هلمند ولایت له مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس سره وکتل.
په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رييس مولوي الله داد انقیادي، د وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله داد خېل ستانکزی او د وزارت د تخنيکي ټيم غړي هم مل وو.
په دې ناسته کې د مهاجرينو د ستونزو د حل او په دغه ولایت کې د داخلي بېځایه شویو په اړه خبرې وشوې.
د هلمند مرستیال والي ښاغلي راشد ته د راستنېدونکو، بېځایه شویو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS