د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه

sadam_morr
Wed, Sep 18 2024 10:06 AM
-
 
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه پرون له غرمې مخکې د یاد کمېسیون د محترمو غړو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د کمېټو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې وارزول شوې.
وروسته د کارپنځونې، هغو مهاجرو ته چې کورونه نه لري د ځمکې د وېش، په اجاره د کرنیزو ځمکو د ورکړې او د ښارګوټو او بېرته راستنو شویو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو طرحې په ځانګړي ډول د یاد کمېسیون د کمېټو د طرزالعملونو په اړه هراړخیز بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS