د وزارت مسلکي مرستیال د سمنګان ولايت له والي سره وکتل

sadam_morr
Sun, Aug 04 2024 3:53 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د سمنګان ولایت له والي الحاج ملا شعیب رسولي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو او بېځايه شويو د ستونزو ته پر رسېدنې خبرې وکړې.
د سمنګان والي ښاغلي راشد ته په دې برخه کې د ښې رسېدنې په موخه د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
د وزارت مسلکي مرستیال د سمنګان د والي د همکارۍ ستاینه وکړه او په دغه ولایت کې یې راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو ته پر ښې رسېدنې ټینګار وکړ.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS