د وزارت مالي او اداري مرستیال د ولایتونو چارو د همغږۍ آمریت له کارکوونکو سره ناسته وکړه

sadam_morr
Sat, Aug 03 2024 12:27 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي کلیم الرحمن د ولایتونو چارو د همغږۍ آمریت له کارکوونکو سره د خپل کار په دفتر کې ناسته وکړه.
 دغه ناسته د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ولایتونو چارو د همغږۍ آمر محمد قسیم کړوخېل مالي او اداري مرستیال ته د پریزنټیشن په ورکولو سره د دغه آمریت د چارو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
  مالي او اداري مرستیال د دغه آمریت د راپورونو له اورېدو وروسته، په دندو کې پر غوره چلن، په ورځنیو کارونو کې پرایماندارۍ او رښتینولۍ او د  کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
ناسته په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

BACK TO NEWS