د وزارت مالي او اداري مرستیال د ولایتونو چارو د همغږۍ آمریت له کارکوونکو سره ناسته وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۲:۲۷
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي کلیم الرحمن د ولایتونو چارو د همغږۍ آمریت له کارکوونکو سره د خپل کار په دفتر کې ناسته وکړه.
 دغه ناسته د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ولایتونو چارو د همغږۍ آمر محمد قسیم کړوخېل مالي او اداري مرستیال ته د پریزنټیشن په ورکولو سره د دغه آمریت د چارو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
  مالي او اداري مرستیال د دغه آمریت د راپورونو له اورېدو وروسته، په دندو کې پر غوره چلن، په ورځنیو کارونو کې پرایماندارۍ او رښتینولۍ او د  کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
ناسته په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۳:۳
Background image

د قطر سفیر د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر سره ولیدل

د قطر دولت سفیر ښاغلي ډاکتر مردف القشوطي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده په کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو او داخلي بېځایه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال فاریاب کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په فاریاب ولایت کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي سره وکتل.

د دغه سازمان استازي د خپلو مرستو او همکارۍ په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۶
Background image

د شهیدانو د یوې کورنۍ یو غړي د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

 په میدان وردگو ولایت کې د یوې کورنۍ د پنځو شهیدانو پلار مولوي ګل یمین د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وکتل او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه یې. . .

بېرته خبرونه ته