د وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب ولایت له دوو تنو مسولینو سره ولیدل

sadam_morr
Fri, May 17 2024 7:43 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت له دوو تنو مسولینو، د پښتون کوټ ولسوالۍ ولسوال ښاغلي مولوي عبدالوکیل متوکل او د فاریاب ولایت د اقینه بندر د اوسپنې پټلۍ له امنیه قومندان سره پنجشنبه د غویي ۲۷ مه پخپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې هغوی د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د مهاجرینو چارو وزارت د هڅو او کړنو ستاینه وکړه او د خلکو ستونزې یې د وزارت له مسلکي مرستیال سره شریکې کړې.
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي راشد ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه له هغوی څخه د لا همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه او په اړوندو مسایلو یې لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS