د مهاجرینو وزارت او دوو موسسو ترمنځ د څه باندې۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Wed, Mar 27 2024 1:42 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او دوو موسسو، د بشري مرستو د همغږۍ موسسې او د جاپان بېړنۍ موسسې ترمنځ د ۲ میلیونه ۶۰۰ زره ۳۴۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د دې هوکړه لیکونو له مخې، د بشري مرستو د همغږۍ موسسه د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر او لوګر ولایتونو په ۱۵ زره ۲۶۸ کورنیو باندې د نغدي مرستو د وېش او څو اړخیزه وېش د بهیر د مدیریت په لړ کې په ټولیزه توګه ۲ میلیونه ۱۶۴ زره ۴۷۵ ډالره وېشي او په میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې یو زرو ۹۰۰ تنو سره په مرسته کې به پورتنۍ پیسې ولګوي.

دغه راز د جاپان بېړنۍ موسسه په ننګرهار ولایت کې پر  یو زرو ۵۴۲ کورنیو د ۴۳۵ زره ۸۶۶ ډالرو په ارزښت د ۹ ډوله خوراکي توکو کڅوړې وېشي.

دا هوکړه لیکونه د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته دوو موسسو د استازو له خوا لاسليک شول

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS