د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د وزارت له شُعبو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Thu, Mar 07 2024 8:28 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د کب میاشتې ۱۷ مه نېټه د وزارت له شُعبو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي حقاني د کارمندانو کړنې او شته اسانتیاوې ولیدې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسولینو ته سپارښتنه وکړه.

نوموړي کارکوونکو ته یادونه وکړه، چې صورت او سیرت له شرعي احکامو سره برابر کړي او هغه څه چې تاسې ته د دندې او مسولیت په توګه در سپارل کېږي، باید په راڼه ډول او پر خپل وخت ترسره شي او د وخت له ضایع کېدا څخه ډډه وشي.

Latest news

BACK TO NEWS