د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسل، د وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل.

sadam_morr
Tue, Mar 05 2024 8:26 PM
-

د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان اسلامي امارت له قونسل ښاغلي سید عبدالجبار تخاري سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو پر ستونزو څرګندونې وشوې.

ښاغلي راشد د ښه راغلاست پرمهال د افغان مهاجرینو د خلاصون په برخه کې د قونسلګرۍ د فعالیتونو ستاینه وکړه او په پاکستان کې یې د افغان مهاجرینو په اړه په حقوقي برخو کې د مرستو او خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه څرګنده کړه.

دغه راز مسلکي مرستیال د پاکستان په زندانونو کې د پاتې نورو افغانانو د خلاصون لپاره هم پر هڅو ټینګار وکړ.

ښاغلي تخاري زیاته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ په هلو ځلو له ۴ زرو ۱۱۱ تنو څخه زیات افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه زار هغه د وزارت مسلکي مرستیال ته په هغه هېواد کې د نورو افغان بندیانو د خلاصون برخه کې د لا نورو هڅو ډاډ هم ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS