په راتلونکي کې د بې ځایه شویو د لېږد په اړه ګډه ناسته وشوه

anwari_morr
Mon, Jan 22 2024 2:32 PM
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د استازو ترمنځ د سلواغې پر دویمه نېټه خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد په اړه ګډه ناسته وشوه

د دې ناستې موخه د پوهاوي لوړول او د بې ځایه شویو د لېږد څرنګوالی، په راتلونکي کې د مرستو برابرول او په دې برخه کې د هغې ادارې همکاري وه.

د وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شیرزاد وویل: اوس د هېواد په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ شوی، اسلامي امارت او د مهاجرینو چارو وزارت غواړي چې د دوی د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او پخپله خوښه راستنیدنه کې ورسره مرسته وکړي

هغه وويل: ٧٠ زره کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته د ستنېدو لپاره چمتو دي او له دې جملې څخه ٤٣ زره کورنيو د غوښتنليکونو فورمې ترلاسه کړې دي

هغه دغه راز وویل چې، له څو کلونو راهیسې په هېواد کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله شاوخوا درې میلیونه کسان بې ځایه شوي دي

شيرزاد زیاته کړه: په کابل ولايت کې ۸ زره او ۲۳۰ کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته د ستنېدو لپاره چمتو دي

د کمیسیون استازو وویل: موږ کولای شو دا ستونزه له یو بل سره په همکارۍ او همغږۍ حل کړو

هغو په راتلونکي کې د بې ځایه شویو د لېږد د څرنګوالي په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، د خپلې ادارې همکاري څرګنده کړه او ویې ویل: موږ به دا موضوع له ملاتړ کوونکو او همکارانو سره شریکه کړو

دواړو لوریو په راتلونکي کې پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS