د مهاجرینو چارو وزارت او یوې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له شلتر نو انترنشنل موسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک له مخې یاده موسسه ۴۳ زره او ۴۴۱ دالرخوست ولایت کې ۳۰ کورنیو ته د سرپنا له پاره د ودانیزو موادو د برابرښت په برخه کې لګوي.
یاد هوکړه لیک د مهاجرینو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادې موسسې د استازي له خوا لاسلیک شو.