د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د زابل ولایت له والي سره ولیدل

anwari_morr
Thu, Nov 23 2023 12:30 PM
-

د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له والي مولوي حزب الله افغان سره د ولایت مقام کې ولیدل
د زابل والي دغه ولایت ته د مهاجرینو د راستنېدو بهیر، هغوی ته د وړاندې شوو خدماتو او کاري کمېټو د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل
ښاغلي حقاني د مهاجرینو په برخه کې د ولایت د هڅو قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د حل په اړه به یې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړي
نوموړي د مهاجرینو د ښارګوټو د تثبیت او تصفیې په اړه هم ټینګار وکړ او او زیاته یې کړه اسلامي امارت به ژر په یادو ښارګوټو کې ودانیزې چارې شروع کړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS