د مهاجرینو چارو وزیر سپین بولدک ته سفر وکړ

anwari_morr
Wed, Nov 22 2023 8:24 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خليل الرحمن حقاني راستنېدونکو مهاجرینو ته د کاري کمېټو د کارونو د ارزونې په موخه د کندهار ولایت، سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ
ښاغلي حقاني فرضي کرښې ته څېرمه د مهاجرینو ستونزې واورېدې او د سپین بولدک او تخته پل له لنډمهاله کمپونو څخه یې لیدنه وکړه، نوموړي د سپین بولدک له لارې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره، د تثبیت، لنډمهالې میشتېدنې، صحت، خدماتو، کارموندنې او نورو کاري کمېټو د کارونو ارزونه وکړه او اړونده مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS