د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال هرات ولايت ته سفر وکړ
![-](/sites/default/files/2023-11/index.jpg)
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال او د اجباري ارستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي کميسېون د موقتي استوګنې کمېټې رئيس مولوي عبدالرحمن راشد د لړم په ۲۲مه هرات ولايت ته راستنېدونکو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه سفر وکړ.
ښاغلي راشد وويل، هڅه کوي تر څو د موقتې استوګنې له ناحيې د مهاجرينو ټولې ستونزې حل کړي او په دې برخه کې د مهاجرينو له پاره کمپونه او ښارګوټي هم په نظر کې نيول شوي دي.
د هېواد د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز رئيس مولانا نعيم الحق حقاني هم په دې سفر کې د ښاغلي راشد ملتيا کوله او په هرات ولايت کې يې د ياد کميسېون د عامه پوهاوي کمېټې د کار خبر ورکړ او ویې ویل، کمېته هڅه کوي چې ژر تر ژه خپل نظر ګډون کوونکو ته ورسوي.
ښاغلي حقاني زياته کړه، د عامه پوهاي کمېټېه کې رسنيو مهم رول لري او بايد خلکو ته حقايق او معلومات ورسوي.
خو هغه مهاجرين چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي وايي؛ چې دوی اوس بهرنيو هېوادونو ته د تګ اداره نه لري او غواړي چې د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.