د کندهار او هلمند یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو هم د راستنېدونکو مهاجرینو له پاره وړیا سکالرشیپونه اعلان کړل

anwari_morr
Thu, Nov 09 2023 8:41 AM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني کندهار ولایت ته خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت ملالۍ، لمر، سبا، بینوا او د هلمند ولایت بُست پوهنتونونو له رئیسانو او استازو سره ولیدل
په دغه ناسته کې چې د ملالۍ پوهنتون د ناستو په تالار کې ترسره شوه، د مهاجرینو چارو وزیر د یادو پوهنتونونو له مشرانو مننه وکړه او زیاته یې کړه علمي ادارې دې زدکړې داسې معیاري کړي، چې نورو هېوادونو ته د تګ اړتیا پیدا نشي، په تېر کې هېواد هغه خلکو ډېر وران کړ، چې نورو هېوادونو ته د تحصیل او زدکړو له پاره تللي وو، مونږ باید خپل بچيان په داسې روحیه وروزو چې د شخصي ګټو پر ځای هېواد ته ژمن وي
نوموړي وویل: د ٤٠ لکو شهیدانو وینې په علم او زدکړو ساتل کېږي او تاسو د دغه میدان اتلان یاست
د یادو پوهنتونونو استازو هم ژمنه وکړه، چې په راستنېدونکو مهاجرینو کې څوک زمونږ سره د کار وړتیا ولري دوی به یې له ځان سره په کارونو وګماري
په دغه ناسته کې د ملالۍ پوهنتون لخوا د طب، حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه، د سبا پوهنتون لخوا د اقتصاد او کمپیوټر ساینس په برخه کې ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه، د بېنوا پوهنتون لخوا د کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ په برخه کې ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه، د لمر پوهنتون لخوا ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه اعلان شول
همدا راز د هلمند د بُست پوهنتون به د حقوقو، ښوونې او روزنې او انجنیرۍ په برخه کې ٨٠ سلنه تخفيف سره راستنېدونکو زدکوونکو ته خدمات وړاندې کوي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS