د کابل ولایت لپاره د مهاجرینو چار و نوی رئیس معرفي شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د لوړ مقام د حکم پر اساس قاري احمد الله هاشمي د کابل ولایت لپاره د مهاجرینو چارو د نوي رئیس په توګه مقرر او نن د ښاغلي حقاني له لوري د یاد ریاست کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.
د نوموړي د معرفت غونډه کې ښاغلي حقاني د مخکیني رئیس قاري عبدالمتین رحیمزي کارونه وستایل نوموړي وویل، ښاغلي رحیمزي په سخت وخت کې د کابل ولایت د داخلي بېځايه شوو پروسه مدیریت او په چټکه توګه یې سر ته ورسوله، مونږ د نوموړي د نه ستړي کیدونکو هلوځلو قدرداني کوو
ښاغلي حقاني نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه او په کارونو کې یې د اخلاص، چټکتیا او شفافیت سپارښتنه ور ته وکړه.
نوموړي د کابل د مهاجرینو ریاست اهمیت ته په اشارې وویل، ټول کارونه باید له وزارت، ولایت مقام او ټولو اړوند اداراتو سره په همغږۍ ترسره شي.
مخکیني رئیس د ښاغلي هاشمي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د خپلې تجربې له مخې اوس هم له نوموړي سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی
ښاغلي احمد الله هاشمي وویل، څرنګه چې مشرانو پرما باور کړی، زه هم ژمنه کوم چې دغه باور به ساتم، نوموړي له همکارانو وغوښتل، چې په کارونو کې له شفافیت او روڼتیا کار واخلي او خپل صورت او سیرت په نبوي سنت برابر کړي.